له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۹:۳۱
تصویر

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، محترم محمد یوسف حماد سره یوځای پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت د مرستیال، محترم الحاج ملنګ شاه روح‌الله او نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو شتون درلود، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره یې کېښوده.

محترم ترابي صاحب د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دوامدارو او شپه او ورځ هڅو په پایله کې، په روان کال کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موږ ته د څلورو اداري ودانیو د جوړولو منظوري راکړې ده، چې له هغو ولایتونو څخه یو د پنجشیر ولایت دی. نوموړي زیاته کړه، له قراردادي شرکت سره د پروژې ټول تخنیکي او اجرایي جزئیات شریک شوي او شرکت مکلف دی، چې یاده پروژه په چټکۍ، شفافیت او د انجنیري معیارونو سره سم پلې کړي.

د ادارې لوی رئیس وویل، چې د ادارې د پروژو په پلي کولو کې هېڅ ډول مذهبي او قومي توپیر شتون نه لري.

په همدې حال کې، د پنجشیر د والي مرستیال د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، چې د دې پروژې د بریالي پلي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړه، د دې اداري ودانۍ جوړېدل به د اضافي لګښتونو او له یوه ځایه څخه بل ځای ته د دفتر د لېږد د لګښتونو راکمولو په برخه کې اغېزناک تمام شي. 

همدارنګه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د دې اداري ودانۍ د جوړولو د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې خلکو ته د پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .