له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده
نن ورځ سهشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، محترم محمد یوسف حماد سره یوځای پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت د مرستیال، محترم الحاج ملنګ شاه روحالله او نورو سیمهییزو مسؤلینو شتون درلود، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره یې کېښوده.
محترم ترابي صاحب د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دوامدارو او شپه او ورځ هڅو په پایله کې، په روان کال کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موږ ته د څلورو اداري ودانیو د جوړولو منظوري راکړې ده، چې له هغو ولایتونو څخه یو د پنجشیر ولایت دی. نوموړي زیاته کړه، له قراردادي شرکت سره د پروژې ټول تخنیکي او اجرایي جزئیات شریک شوي او شرکت مکلف دی، چې یاده پروژه په چټکۍ، شفافیت او د انجنیري معیارونو سره سم پلې کړي.
د ادارې لوی رئیس وویل، چې د ادارې د پروژو په پلي کولو کې هېڅ ډول مذهبي او قومي توپیر شتون نه لري.
په همدې حال کې، د پنجشیر د والي مرستیال د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، چې د دې پروژې د بریالي پلي کېدو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړه، د دې اداري ودانۍ جوړېدل به د اضافي لګښتونو او له یوه ځایه څخه بل ځای ته د دفتر د لېږد د لګښتونو راکمولو په برخه کې اغېزناک تمام شي.
همدارنګه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د دې اداري ودانۍ د جوړولو د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې خلکو ته د پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم او ارزښتناک ګام وباله.
