د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کې ۲۹ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۱۳ کورنیو هرې یوې ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۲ کیلو بوره او ۵ کیلو غوښه ووېشل شوه همدارنګه ۱۶ کورنیو هرې کورنۍ ته چې کورونه یې په قسمي توګه ویجاړ شوي وو ۱ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او ۵ کیلو غوښه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
