د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په قورچي کلي کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په لارښوونه، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه، د هېواد په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په همدې تړاو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي اداره له سروې او د بېړني وضعیت تر تشخیص وروسته، دا پروژې د هېواد په کچه پلي کوي.
په همدې لړ کې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بلچراغ ولسوالۍ په قورچي کلي کې د ۸۰ متره په اوږدوالي، د ۳ متره په لوړوالي او د ۱.۵ متره په پلنوالي د یو استنادي دېوال د جوړولو کار پرانست.
د دې پروژې د پرانستې مراسم، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي اسدالله وقاص او د ښار جوړولو ریاست، د فاریاب ملي راډیو ټلویزیون د استازو، د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان، د جنایي څانګې آمر او د سیمې د یو شمېر مشرانو او متنفذینو په ګډون د ولایت له مقام څخه د راغلي پلاوي په شتون کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې مولوي اسدالله وقاص د فاریاب له خلکو څخه د اسلامي امارت پر دوامداره ملاتړ د ټینګار کولو ترڅنګ وويل, چې دغه پروژه د موسمي سېلابونو له امله د زیانونو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي. هغه د ولایت په کچه د حیاتي پروژو د پلي کولو په برخه کې د ادارې هڅو ته اشاره وکړه او د کډوالو او راستنېدونکو لپاره یې د ملاتړ کوونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د قورچي کلي یو مشر د سیمې د خلکو په استازیتوب د اسلامي امارت د مشرتابه او ځایي چارواکو له پاملرنې او همکارۍ څخه قدرداني وکړه او په دې ولسوالۍ او د فاریاب ولایت په نورو سیمو کې یې د نورو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده, چې دا پروژه د موسمي سېلابونو له امله د زیانونو د مخنیوي او د سیمې د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره پلي کېږي.
د یادونې وړ ده, چې قورچي کلي تېر کال د ویجاړوونکو سېلابونو له امله درانه زیانونه ولیدل، چې له امله یې له ۳۵ څخه زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، او لسګونه هستوګنیز کورونه ویجاړ شول او د سروې او د ولایتي پلاوي له تایید وروسته، د استنادي دېوال د جوړېدو پروژه یو خصوصي شرکت «ولدینګ گروپ» ته وسپارل شوه، چې تمه ده په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړه شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
