د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۹۷ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۱۹۷ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلوګرامه غنم، ۳ کیلو بوره، یوه پایه سولري څراغ او ۲۰ پاکټه د کلورین ټابلیټ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د جګړو له امله زیانمنوشویو او بېځایه شویو کورنیو ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
