د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩٨٨ زیانمنو کورنیو ته د نغدي او ژمنیو مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DAARTT موسسې په مالي ملاتړ، ٩٨٨ زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ۳۱۰ کورنیو هرې یوې ته له سروې وروسته ١٩,٣٦٠ افغانۍ نغدي پیسې او ٥ تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پاتې کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې دا مرستې ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/٧/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره