د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸ کورنیو ته د شلټر(کور) جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۵۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAART موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، ۱۴۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بلچراغ ولسوالۍ کې د پېښو له امله ویجاړ شوي وو، د شلټر(کور) جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، له یادې جملې ۶۴ کورنیو هرې یوې ته د درې خونو د کور (شلټر) جوړولو لپاره ۷۰,۰۷۴ افغانۍ، ۶۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو کور جوړولو لپاره ۵۳,۵۶۰ افغانۍ، ۱۲ کورنیو هرې یوې ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۷۱۰ افغانۍ او ۸ نورو کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۸۳۰ افغانۍ ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۵۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

 د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خلم او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د وروستو سېلابونو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۷
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د کډوالو په پنډغالي کې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي له پروګرام څخه څارنه وکړه

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، حاجي ملا حبیب‌الله سعید، د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه د خطرونو د پوهاوي له پروګرام څخه، چې د پُل ابریشم په صفري نقطه کې د کډوالو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .