د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۱ زیانمنو کورنیو ته د خونو جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۴
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداې او د ډارټ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې،  د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بلخچراغ ولسوالۍ کې ۳۰۱ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي وو، د خونو جوړولو او د ترمیم کار پرمختګ ته په کتو د خونو جوړولو او ترمیم لپاره د درېیم پړاو نغدې مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۸۸ کورنیو هرې یوې ته د جزئي ترمیم لپاره ۸,۷۵۰ افغانۍ، ۸۵ کورنیو هرې یو ته د اساسي ترمیم لپاره ۱۴,۵۹۰ افغانۍ، ۶۴ کورنیو هرې یوې ته د یوې خونې سرپناه جوړولو لپاره ۲۶,۵۹۰ افغانۍ او ۶۴ کورنیو هرې یوې ته د دوو خونو د سرپناه جوړولو لپاره ۳۵,۱۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال پنځه میلیونه او نه سوه شپېته زره او اته سوه اویا (۵,۹۶۰,۸۷۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .