د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فراه ښار کې د ۶ کیلومتره کانالونو د پاکولو چارې پیل کړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۲:۲۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سېلابونو د خطرونو او زیانونو د مخنیوي  په موخه د فراه ښار د ۶ کیلومتره په اوږدوالي د شمالي او سویلي کانالونو د پاکولو چارې پیل کړې.
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, محترم الحاج مولوي محمد اسرائیل سیار, د ولایت مقام استازي, حافظ مولوي عبدالمالک، د ولایت د استخباراتو ریاست استازي, حافظ میر احمد تنعیم، د ښاروالۍ استازي, انجینر حامد او د سیمې ګڼ شمېر سپین‌ږیرو ګډون کړی و.
یاده پروژه د ولایتي بیارغونې کمېټې د ماشینرۍ په همکارۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پنخه سوه زره (۵۰۰,۰۰۰) افغانیو په بودجه ترسره کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۱ زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ادارې او د (CWSA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو د ملاتړ او SI مؤسسو په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ ۸۸ هغو کورنیو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز، خیرکوټ، اورګون او برمل ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .