د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵،۴۷۱ افغانۍ او یوه صحي بسته ووېشل شوه، چې ټولټال یاد شمېر کورنیو ته ۱،۹۱۴،۸۵۱ ( یو میلیون، نه سوه او څوار لس زره او اته سوه او یو پنځوس) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴٧/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره