د لغمان ولایت له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ریاست او IOM او WFP مؤسیساتو له لوري دطبیعي پیښو له زیانمنو ۱۹ کورنیو سره د خوارکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۷:۵۹
news image

دلغمان ولایت دمرکز مهترلام  او الينګار اليشنګ  ولسوالیو له ۱۹ هغه کورنيو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې چې د اوسېدو کوټې یې په وروښتونو او اورلګيدنې کې  زيانمنې شوې وې او سروي يي  د لغمان ولايت له پيښو  سره دمبارزې امادګۍ  رياست په همغږۍ دIOM.WFP لخوا ترسره شوې وه.
هرې زیانمنې کورنۍ ته دIOM مهاجرت نړيوالې سازمان لخوا داشپزخانې کيټ،درې کمپلې،هايجين کيټ ،دسرپنا جوړونې کيټ،سولري څراغونه، او دالبسې کيټونه ورکړل شول.
دغه راز ۸ هغه کورنیو ته  چي د اوسېدو کوټي یی په بشپړه ډول له منځه تللې وې يوه یوه غټ خيمه هم ورکړل شوه.
 دWFP خوراک نړيوال پروګرام په مالي لګښت او دRRDP0 په تخنيکي همکارۍ هري کورني ته ددوه مياشتو خوراکي موادو مرسته وکړه هري کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو ګرامه وړه 18.5ګرامه غوړي مالګه بيسکيټ حلوا ورکړل شوه 
مرسته اخيستونکو کورنيو ديادو همکارو مؤسیسو او دطبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي له رياست څخه مننه کړه چې پر وخت ته یي د دوی ستونزو ته رسيدنه وکړه.
                      
۱۴۴۶/۳/۲۳ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې ریاست

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .