د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٧ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دولت شاه، علیشنګ او علینګار ولسوالیو او مرکز مهترلام کې ٢٠٧ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١٠٠ کیلو اوړه، ٩.١ کیلو غوړي، ١٢.٥ کیلو دال، ١ کیلو ګرام مالګه، سوپر سریل او مغزي حلوا ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو څخه يې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره