د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې ټولټال د څلور ميليونه او سل زره (۴,۱۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ متره په اوږدوالي د برخان بابا کیبلي پُل جوړولو کار د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل کړ. 
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګی رئیس، قاري خير محمد غازي وویل، چې دا پروژه به په نږدې درې میاشتو کې بشپړه شي او دا پل مهمه نښلوونکې لاره ده چې د پل په جوړېدو سره به د علینګار ولسوالۍ له عمومي سړک سره ۱۳ لوی او کوچني کلي وصل کړي او تقریبآ ۱۵,۰۰۰ کورنۍ به د تګ راتګ لپاره ترې ګټه اخلي او دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل کېږي. 
د سيمې اوسېدونکو د ياد پل د جوړېدو د کار له پیل څخه خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او ویې وېل چې د پل په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونز حل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستي وویشلې شوې

 د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري په ازاره ولسوالۍ کي ۶۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستي وویشلې.
د یادو کورنیو سروې مخکي شوې وه  ترڅو مرستې مستحقو ته پر وخت،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۴
Background image

دارزګان ولايت له پېښو سره د مبارزي امادګۍ رياست له لوري په مرکز ترينکوټ کي ۲۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې شوې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارې، د DHSA موسسې لخوا د مرکز ترينکوټ په خانقه سيمه کې د هغو زیانمنو  کورنيو لپاره چې خوني يې نړېدلي وې، نغدي مرستې ووېشل شوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۲۶۳ بیوزلو کورنیو ته خوراکي مرستې وویشلې شوې

له پېښو سره د مبارزي آمادګۍ ملي ادارې د مقام د لاسلیک سوې تفاهم نامي له مخي د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ، د افغان ځوانانو خدماتي موسيسي يا (AYSO) لخوا د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .