د مالي او اداري ریاست پلاوي د پکتیا, پکتیکا, خوست او لوګر ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د مالي او اداري چارو څارنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۲۲:۲۴
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه, د مرکزي ادارې د مالي او اداري ریاست یو پلاوی, چې پکتیا, پکتیکا, خوست او لوګر ولایتونو ته لېږل شوی و، د یادو ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د مالي او اداري چارو څارنه وکړه او د چارو د ښه والي لپاره یې لازمې لارښوودنې وکړې.
یاد پلاوي د پکتیا, پکتیکا, خوست او لوګر ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو څخه لیدنه وکړه او ویې وېل، چې دغه سفر د اسلامي امارت د عالي مقام, د ریاست الوزراء مقام، د مالیې وزارت او د مرکزي ادارې د مشرتابه د احکامو، لارښوونو او مقرراتو د پلي کېدو په موخه ترسره شوی دی.
د دې سفر اساسي موخې، د مالي او حسابي چارو څارنه، د اداري پروسو ښه‌والي، د دفترونو تنظیم، د لازمو معیارونو سره سم د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې په موخه د ګدامونو مدیریت، او د دغو توکو د لېږد او ترلاسه کولو د بهیر ارزول دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پلي شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د باران او سېلاب له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د PUMI موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په کوزکونړ، مهمندره، سرخرود ولسواليو او جلال آباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٧ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۱۹
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د ماین پاکۍ برخې په ملاتړ ۲ عدد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .