د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ ته بیړنۍ غیر خوراکي مرستې ووېشلې  

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ګیدړ خیل کلی د وروستیو سختو بارانونو ورېدو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی وو له سروې وروسته بیړنۍ د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې یادې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ باب خېمه، ۲ بورۍ غنم، ۱ عدد د یونیسف روغتیایي کیټ، ۷ کیلو بوره، ۲ عدده ګروپونه او ۱ عدد صندق ووېشل شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولین هڅه کوي، چې د ولایت په کچه د هغو کورنیو سره بیړنۍ مرستې تر سره کړي، چې کورنۍ یی د باران او سیلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP, UNICEF اوUNHCR، دفترونو په ملاتړ، د یاد ولایت په احمدخیل ولسوالۍ کې ۷۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۹
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .