د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۰ زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د وروسیتو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۱۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکی او غیری خوراکی توکو مرستې ووېشلی.
په دې لړی کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ عدد د یونیسف مؤسسې د روغتیا ساتنې کيټ، ۱ عدد صندوق او ۱ څراغ ووېشل شو.
د مرستې د وېشلو پر وخت، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، مولوی احمد شاه ذهین له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او له نورو زیانمنو کورنیو سره یې د مرستو د کولو ژمنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
