د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغورجیو سیمه کې د خوړ پاکولو او استحکامي پروژې د وروستيو سېلابونو پر وړاندې د خلکو ځان او مال خوندي کړل
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ د لاغورجیو سیمې د خوړ پاکولو او د خوړ غاړې د استحکام پروژه، چې څو ورځې وړاندې په بریالیتوب سره بشپړه شوې وه، د وروستیو سختو سېلابونو پر مهال خپله اغېزمنتیا ثابته کړه او د سیمې اوسېدونکي یې له درنو مالي او احتمالي ځاني زیانونو څخه وژغورل.
د سیمې اوسېدونکو وویل، چې که د خوړ لارې د پاکولو او استحکامي کارونه پر وخت نه وای ترسره شوي، د وروستي سېلاب له امله به د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو شتمنیو ته پراخ زیانونه اوښتي وای. هغوی وویل چې د پروژې په پلي کېدو سره د سېلاب اوبه په خوندي ډول خپلې لارې ته برابرې شوې او د سیمې استوګنیزې سیمې او کرنیزې ځمکې ترې خوندي پاتې شوې.
د لاغورجیو سیمې خلکو د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې پر وخت او اغېزمن اقدام ستاینه وکړه او له یاد ریاست څخه ویې غوښتل چې په نورو سیمو کې هم دې ته ورته پروژې پلي کړي.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو، د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې او د وقایوي پروژو د پلي کولو لړۍ به د اړتیا له مخې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې دوام ولري.
