د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١١ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۲۱:۱۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (RRAA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د کوزکونړ ولسوالۍ اړوند ١١١ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ٩١ کورنیو هرې  یوې ته د مسؤلینو په شتون کې  ١٠,٥٣٧ افغانۍ دخوراکي توکو د پېرلو په موخه او ٢٠ نورو کورنیو هرې یوې ته د تشناب د ترمیم او جوړولو لپاره ٣,٦٢٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ١,٠٣١,٢٦٧ ( ١ میلیونه، ٣١ زره او ٢٦٧ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۶/٩/٢٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۵۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې ترمنځ ټولټال د پنځه سوه اته زره او نه سوه څلور څلوېښت (۵۰۸،۹۴۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک شوې

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې له اجرائیوي رئیس، محترم انجنیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۴۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲۷ ولسي ژغورنې کمېټو د جوړېدو او تجهیز سره هم مهاله د زلزله په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۴۵
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲۷ ولسي ژغورنې کمېټو د جوړېدو او تجهیز سره هم مهاله د زلزله په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .