د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۴۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم او یو د یونیسف روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره