د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲۲ زلزله ځپلو کورنیو او د کار په بدل کې کاریګرو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له Pangea، د اسلامیک ریلیف (IRW) او له Pradata موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیکونو پربنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو موسسو په همکارۍ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۹۲۲ زلزله ځپلو کورنیو او کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د Pangea موسسې له لوري ۴۲ کورنیو هرې یوې ته ۴ تختې یو کسیزه کمپلې، یو تخته دوه کسیزه کمپلې، ۴عدده د ماشومانو جاکټ، یو عدد د نارینه جاکټ، یو عدد زنانه جاکټ، ۲ عدد زنانه شال، ۲ عدد نارینه پټو، ۱۲جوړه جرابې، ۴ جوړه دستکشونه، ۴ عدده د ماشومانو خولۍ، یو عدد ۱۰ کیلویي د ګاز ډبه سره له ۱۰ کیلو ګاز او یو عدد ګازي بخارۍ ووېشل شوې. همدارنګه، د IRW موسسې له لوري ۳۷۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۴۰۰ افغانۍ او د Pradata موسسې له لوري ۵۰۳ کاریګرو ته چې په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله د ویجاړ شویو کورونو څخه یې د خاورو او خځلو پاکولو کارونه ترسره کړل، هر کاریګر ته د ۱۵ ورځو کار په بدل کې ۵,۲۵۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال شپږ میلیونه او پنځه سوه او یو شپېته زره او پنځه سوه پنځوس (۶,۵۶۱,۵۵۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
