د ننګرهار ولایت په د درهنور ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زیانمنو کورونو د پاکولو بهیر په چټکۍ سره دوام لري
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNDP په تمویل او د فراډاټا مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، په درهنور ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زیانمنو کورونو د پاکولو کار پیل کړ، چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰۰ متر مکعب سیمه له ویجاړیو پاکه شوې ده.
مسؤلین وایي چې دا بهیر به تر هغه وخته دوام ولري څو د زیانمنو کورنیو د بیا هستوګنې لپاره مناسب شرایط برابر شي. همدارنګه، د UNDP او فراډاټا مؤسسې مسؤلین ټینګار کوي چې د پاکولو چارو ترڅنګ د بیا رغونې په برخه کې د مرستندویه پروګرامونه هم د پلي کولو لپاره په پام کې شتون لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
