د ننګرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ کې د یو استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د لعلپوره ولسوالۍ په ورسک برادرک کلي کې د یو استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
یاده پروژه د طبیعي پېښو د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه پیل شوې ده او د بشپړېدو وروسته به د سیمې د خلکو ستونزې به تر ډېرې کچې حل کړي.
یاد استنادي دېوال د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۶ مکعب مترو د ډبرو په جوړښت، د دې ادارې له بودجې څخه د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت جوړېږي.
د پرانستې په مراسمو کې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ رئیس، قاري داد محمد حسيني، انجنیرانو او سیمه ییز مسوولین ګډون درلود.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره