د ننګرهار ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴
123

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د بېړني ځواب ویونکي ټیم، د یاد ولایت د مرکز په امنیې قوماندانۍ، د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي کلي، د خوګیاڼي ولسوالۍ په ګارو چینې کلي او د شېرزاد ولسوالۍ په مرکي خېلو کلي کې د ناچاوده توکو د کشف او خنثی کولو بریالي عملیات ترسره کړل.

د عملیاتو په ترڅ کې، ۴ ضربې د ۱۵۴ میلي متري توپ مرمۍ، ۲ ضربې د هاوان مرمۍ، ۲ کړۍ په لاس جوړ شوي ماینونه، ۲ په لاس جوړ شوي فیوزونه او ۱ په لاس جوړ شوی ماین کشف او د تخنیکي کړنلارې له مخې خنثی او له منځه یووړل شول.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دغو عملیاتو موخه د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب، د احتمالي پېښو مخنیوی او د سیمې د امنیت ټینګښت دی.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .