د ننګرهار ولایت پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې رئیس سیلاب ځپلو کورنیو ته د بیړنیو مرستو رسولو ډاډ ورکړ.

ننګرهار، چهارشنبه ۱۶ صفر المظفر-۱۴۴۶
د ننګرهار ولایت پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې ریاست رئیس مولوی سیف الله خالد د جلال آباد ښار اومې ناحیی د زیانمن سوی کورنې سره له نږدې ولیدل ـ.
د یاد ریاست رئیس له همکارو مؤسسو سره یوځای د یادي ساحو سروې او ارزیابي پیل کړې ترڅو عاجل زیانمن سوی کورنیو ته بیړنی مرستي ورسول سې.
پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې ریاست د چتر لاندي د سروې ۱۳ ګډ ټیمونه تشکیل سوی چي پکښی د مهاجرت نړیوال سازمان ( IOM)، خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، ماشوم ساتني مؤسسه (SCI)، د ژغورني نړیوال کمیټه (IRC)، اکتید مؤسسه (ACTED) او ډنمارک مهاجرت سازمان (DRC) شامل وی.
