له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف او د هغه له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له افغانستان اسلامي امارت سره د روسیې هېواد د رسمیت د پېژندنې له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د روسیې هېواد په تېرو کلونو کې  هم د افغانستان له ولس سره د سختو حالاتو پر مهال د پام وړ بشري مرستې کړي دي، چې موږ یې منندوی یو.
محترم ترابي د اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د دغو بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی، چې له امله یې د طبیعي پېښو لکه وچکالۍ، سېلابونو او نورو پېښو کچه لوړه شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. نوموړي د روسیې له سفیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان د ولس سره د هر ډول خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.
وروسته، د روسیې فدراتیف سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف، د محترم ترابي صاحب له لیدو  څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې روسیه هغه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی، او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو نیتونو او دوامداره همکاریو ښکارندویي کوي. نوموړي زیاته کړه، چی موږ به هڅه وکړو چی ستاسو سره  لازمې مرستې وکړو.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د پېښو مدیریت او نورو برخو کې د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۰:۴۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او HHAO مؤسسې ترمنځ د یو سل او اویا زره او شپږ سوه اتیا (۱۷۰,۶۸۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن چهارشنبه ماسپښين، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د HHAO  مؤسسې له مرستیال، محترم سیف‌الله خان سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف او د هغه له پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلینو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

د نن سه‌شنبې ماسپښین، د یونیسف دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مسؤلینو له ایران څخه را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره د جوړېدونکي پنډغالي د بهیر څخه لیدنه وکړه او د داخلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .