د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پراختیا او همکارۍ مؤسسې په همغږۍ او د PREPARA پروژې په ملاتړ، د انجیل ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه مهمې پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.
دغه پروژې د خطرونو د ارزونې او د ټولنې د عملیاتي پلان د پایلو پر بنسټ، د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنتیا د کچې د کمولو، د عامه زیربناوو د پیاوړتیا، د سیمهییزو ټولنو د زغم د لوړولو او د کار په بدل کې نغدي پیسې پروګرام له لارې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې دي.
د پروژو د پلي کېدو پر مهال، د ټاکل شویو معیارونو له مخې کارګرانو ته د مزد ورکولو سربېره، د خوندیتوب روزنې، د محافظتي تجهیزاتو وېش، د پروژو د ساتنې او پالنې کمېټو جوړول او دغو کمېټو ته د اړینو تجهیزاتو سپارل هم ترسره شوي دي.
د دی پروګرام په چوکاټ کې، د جلالآباد په کلي کې د ۱۷۰ متره په اوږدوالي یو د اوبو لګولو کانال جوړ شوی، چې د شاوخوا ۴۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې د اغېزناکه خړوبولو زمینه یې برابره کړې او په ورته وخت کې ۱۳۰ استوګنیز کورونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کوي.
همدارنګه، د خیردوزان په کلي کې د اوبو د تېرېدو د ظرفیت د لوړولو او د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو پر لور د سېلابي اوبو د تګ د مخنیوي په موخه، څلور پلچکونه جوړ شوي، چې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.
په قلعه قاضي کلي کې هم پر ۱۷۰۰ متره سړک جغل واچول او هوار شوی، د سړک دواړو غاړو ته ویالې کیندل شوې او دوه عامه پلچکونه جوړ شوي دي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره، شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د عمومي سړک، روغتیايي مرکزونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو پر لور خوندي او اسانه لاسرسی برابر شوی دی.
د څښاک د اوبو د برابرولو په برخه کې، د مزرعه کلي د اوبو رسولو سیستم، چې د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه پاتې و، د لمریز سیسټم او نویو تجهیزاتو په نصبولو سره په اساسي ډول ترمیم شو، چې له امله یې ۱۳۰ کورنیو ته بېرته د پاکو او صحي اوبو د لاسرسي زمینه برابره شوه.
همدارنګه، د پاشدان بند د اصلي کانال په لاره کې د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي په موخه، د رسالت په کلي کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ او موجود سربند هم په اساسي ډول ترمیم شو. دغه پروژه ۱۷۰ استوګنیز کورونه او شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د ناڅاپي سېلابونو پر وړاندې خوندي کوي او همدارنګه ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو لېږد هم اسانه کوي.
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خطرونو د کمولو پروژو د پلي کېدو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې یاد ریاست ژمن دی څو د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د خلکو د سر او مال د ساتنې، د مقاومو زیربناوو د پیاوړتیا، د ټولنو د زیانمننې د کچې د کمولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د زیاتوالي په موخه، اغېزمن او دوامداره اقدامات ترسره کړي.
