د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ٥٣١ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې وېشل شوې

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په ملاتړ، د طبیعي پېښو له امله ۵۳۱ زیانمنو کورنیو ته له کره سروې او ثبت وروسته په مرکز لښکرګاه کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې هرې کورنۍته د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر الحاج مولوي جمعه خان مستقیم په شتون کې ١٧٢٥٠ افغانۍاو یو ژمنی کیټ ووېشل شو.
۱۴۴۶/۵/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره