د هېواد په دوو ولایتونو کې د شهیدانو او ټپیانو وارثینو ته نغدې او غیر نغدې مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, 7 کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي پېښو له امله شهیدان او ټپي شوي وو, هري کورنۍ ته خوراکي مرستې چې 350 کیلو وریجې, 70 کیلو لوبیا, 70 کیلو بوره,70 لیټره غوړي, 7 کیلو شین چای, 70 کلچې صابن,7 عدد پلاستیکي فرش, 7 سیته د پخلنځي کېټ, 7 دانی کمپلی 7 عدد ترپال او 7 عدد سطلونه په کښې شامله وو, ووېشل.
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, 3 کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان شوي وو, هري کورنۍ ته 50,000 افغانۍ ووېشلې.
