د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د شینواري ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای او د نارینهوو او ښځینهوو د جامو یوه بسته البسه ووېشل شوه.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د همکارو او خیریه بنسټونو سره په همغږۍ به د قدرتي پېښو له زیانمنو کورنیو سره خپلو بشري مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
