د پنجشیر ولایت له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب شوې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۴
تصویر خبر

د پېښو خطرونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي لوړولو په موخه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند له خطر سره په مخ یو شمېر سیمو او لارو کې د واورې ښویېدو او ډوبېدو په اړه د خبرداري لوحې نصب کړې. 

دا لوحې د پنجشیر ولایت په پریان، حصه اول، شتل ولسوالیو او مرکز کې په هغو سیمو کې چې د خطرونو رامنځته کېدو احتمال شتون درلود، نصب شوې.

د دې اقدام موخه، د سیمې د اوسېدونکو، مسافرو او د نښلوونکې لارې د کاروونکو لپاره پوهاوی وړاندې کول دی، ترڅو د خبرداریو په پام کې نیولو سره د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي. 
 
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو او عامه‌المنفعه پروژو څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د پنجشیر ولایت له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب شوې

د پېښو خطرونو د مخنیوي او د عامه پوهاوي لوړولو په موخه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند له خطر سره په مخ یو شمېر سیمو او لارو کې د واورې ښویېدو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده سبز ولسوالۍ کې ۱۴۱ زیانمنو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس نړیوالې موسسې تر منځ د هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۱۴۱ زیانمنو او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .