د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٥٠ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ١٥٠ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ بورۍ اوړه، ١ بورۍ وریجې، ١.٥ کیلو چای او ٥ کیلو بوره ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/٢٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
