د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د یونیسیف دفتر په همغږۍ، د وروستیو بارانونو او واورو له امله د زیانمنو کورنیو وضعیت ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه، له سروې او د زیانمنو د پېژندنې وروسته، د یاد ولایت په عنابه، دره، رخه، شتل، پریان، حصه اول، آبشار ولسوالیو او مرکز کې ۶۷ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، هرې کورنۍ ته د IOM له لوري، ۳ تختې کمپلې، دوه عدد سولري څراغونه او هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، یو باب خیمه، د WFP له لوري، هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ اوړه، ۴ بوتله غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته، یوه روغتیایي بسته، د حفظ الصحې بروشور او کتابچې او د اوبو د پاکولو ۱۰۰ تابلیت ووېشل شول.
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو بنسټونو له همکارۍ څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د دې مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړی چې نورو اړمنو کورنیو ته به هم رسېدنه وکړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
