د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل شو
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د هېوادوالو د ځان او مال د خونديتوب او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د عنابه ولسوالۍ د عنابه کلي په «قول آهنګران» سیمه کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ.
دا پروژه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۴مه نېټه، د ۶۰۰ متره په اوږدوالي، ۸ متره پلنوالي او یو متر په ژوروالي سره پیل شوې ده. د دې پروژې موخه د اوبو د جریان ښه والی، د سېلابي لارې د بندېدو مخنیوی او د بارانونو په موسم کې د اوبو د راپورته کېدو خطر کمول دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به یو شمېر مهم عامه تاسیسات او د خلکو شتمنۍ د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي. د ایمرجنسي روغتون، مدرسه، استوګنیز کورونه او د عنابې بازار هغه سیمې دي چې د دې پروژې تر پوښښ لاندې راځي او له دې وړاندې د سېلابونو له جدي خطر سره مخ وې.
د دې پروژې د پلي کېدو لګښت یو لک او څوارلس (۱۱۴,۰۰۰) زره فغانۍ دی، چې د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بودجې څخه تمویلېږي. دا اقدام د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د زیاتوالي د پروګرامونو په چوکاټ کې عملي کېږي.
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې ډول پروژو پلي کول د قدري پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو په کمولو، د عامه زیربناوو په ساتنه، د خلکو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو په دوام کې مهم رول لري. هغوی زیاته کړه چې یاد ریاست هڅه کوي په نورو زیانمنونکو سیمو کې هم ورته پروژې پلې کړي، ترڅو د سېلابونو پر وړاندې د خطر کچه راټیټه او د هېوادوالو لپاره خوندي ژوند ته زمینه برابره شي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سېلابونو د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د عامه تاسیساتو او استوګنیزو کورونو د ساتنې لپاره یو اغېزناک ګام وباله. هغوی همدارنګه د ولایت په نورو زیانمنونکو سیمو کې د ورته پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
