د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۲۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې وکړې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۲۱
image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۲۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه ترسره شوې او هرې کورنۍ ته ۷۰ کیلو وریجې، یو حفظ الصحي کېټ، ۳ تختې کمپلې او د ماشومانو جامې ووېشل شوې.
مولوي نثار احمد نجات د یاد ریاست رئیس ووېل چې دا مرستې د هغو خلکو لپاره دي چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له سروې وروسته هغوۍ ته ووېشل شوې. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د امارتي ادارو او نړیوالو سازمانونو سره په همغږۍ به د اړمنو لپاره مرستې دوام وکړي. 

نېټه:۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فرزه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د شفقت له مخې، چې د کابل ولایت د هرې ولسوالۍ او د هېواد د ټولو ولایتونو هر یو لپاره یې یوه یوه وقایوي بېړنۍ پروژه د یو میلیون افغانیو په ارزښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۶
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې یو نوی جوړ شوی پُل ګټې اخیستنې ته وسپاره

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د نرخ ولسوالۍ د ده خرقې په سیمه کې د یو پُل د جوړولو پروژه د دوه میلیونه او اووه سوه زره (۲,۷۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت بشپړه کړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱
Background image

د کابل ولایت په میر بچه‌کوټ ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شو

د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه یوه پروژه د کابل ولایت په میربچه‌کوت ولسوالۍ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي نجیب الله انوري، د مرکزي ادارې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .