د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ۹۷ کورنیو ته، چې په ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې. له سروې وروسته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵,۸۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او ۶.۳ کیلو بسکېټ ووېشل شول، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه پنځه لکه او دوه شپېته زره او شپږ سوه (۵۶۲,۶۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
