د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
123

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون (OMAR-QRT-02) ټیم، د ډنډ پټان ولسوالۍ د حسن‌خېل کلي څخه ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.

په دغو ناچاوده توکې کې یوه د ۸۱ میلي‌متري هاوان مرمۍ، یوه ۴۰ میلي‌متري ګرنیټ مرمۍ، یوه OG7 راکټ مرمۍ او یوه 40mm VOG25 مرمۍ شاملې وې، چې د تېرو جګړو پاتې شوني وو اوس مهال مهال په خوندي توګه له منځه یووړل شول او د سیمې د اوسېدونکو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخه یې ونیوله.

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده یا شکمنو توکو د لیدو په صورت کې ترې لرې پاتې شي او سمدستي دې اړوندو مسؤلینو ته خبر ورکړي، ترڅو د احتمالي پېښو او مرګ‌ژوبلې مخنیوی وشي.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .