د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۹ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې بشپړې کړې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۵۲
news image

له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ د جګدلک، مسته چینه، کرم چینه، منځ‌لاره، انګورتاک، تنګي، میاخېل او فرمان کلیو اړوند د ۹ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې کار، چې څه موده وړاندې یې پیل کړی و، بشپړ کړ.

یاد کاریزونه د کلونو راهیسې د خټو او رسوباتو له امله ډک شوي او د سېلابونو له کبله زیانمن شوي وو، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د څښاک او پاکو اوبو، او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ وو.
د دغو کاریزونو د پاکولو او بیارغونې کار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر دوامداره څارنې لاندې بشپړ شو او په بېرته فعالېدو سره یې، سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې او زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته د خړوبولو زمینه برابره شوه. همدارنګه، په یادو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شوه.

په پای کې، ۱۵۴ تنو کارګرانو ته، چې ۱۶ تنه یې ماهر او ۱۳۸ تنه یې غیرماهر کارګران وو، د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې. د یادو کارګرانو لپاره ټولټال اته لکه پنځه پنځوس زره او څلور سوه (۸۵۵,۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳۴
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۳۵۰ متره اوږد خوړ د پاکولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمرخیل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو د کاروونکو د کمېټو د روزنیز پروګرام او کاري تجهیزاتو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې (Save the Children) له لوري د اوبو د سرچینو د مدیریت د ښه والي او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو پروژې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .