د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د یوه چک‌ډیم د جوړولو کار پیل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۵۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د ده‌سبز ولسوالۍ د خاص ده‌سبز په کلي کې د یوه چک‌ډیم د جوړولو کار پیل کړ. 

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نجیب‌الله انوري، د ده‌سبز ولسوال محترم حافظ محمد وفا، د کابل ولایت د مقام استازي او د سیمې یو شمېر مشرانو ګډون کړی و.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم رئیس د سیمه‌ییزو مسئولینو او خلکو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې نن د داسې یوه چک‌ډیم د جوړولو د چارو د پیل شاهدان یو، چې په بشپړېدو سره به یې د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه د ګڼ شمېر هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه وشي، سربېره پر دې به د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې او د څو چینو اوبه هم پیاوړې شي، نوموړي زیاته کړه، چې دغه چک‌ډیم به ۶۰ متره اوږدوالی، له ۴ تر ۵ مترو لوړوالی او ۲۰ متره پلنوالی ولري.

همداراز د ده‌سبز ولسوال د دغې پروژې له پرانیستې څخه خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، چې دغه اداره تل په سختو ورځو کې د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او هر وخت چې خلکو مرستې ته اړتیا لرلې ده، لازمې رسېدنې ترسره شوې دي.

په همدې حال کې د سیمې خلکو هم د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې پلي کېدل به د هغوی ګڼې ستونزې هوارې کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۹:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۶
Background image

د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۷۴ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره صوف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو له سفرونو وروسته، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .