د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي‌ لارې د پاکولو چارې پیل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دامان ولسوالۍ د نهر رباط په کلي کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو چارې رسماً پیل کړې.

د دغې پروژې د پرانیستې مراسم د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو، د دامان ولسوالۍ د استازي، د کلي د ملک، مخورو سپین ږیرو او ځوانانو په شتون کې ترسره شول. مسؤلینو د پروژې موخه د  پېښو د خطرونو کمول، د سېلابي اوبو منظم مدیریت او د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو څخه د اوبو د مسیر خوندي اړول وبلل.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو په وینا، د مانده او سېلابي لارې د پاکولو پروژه د نهر رباط په کلي کې د ۹۰۰ متره په اوږدوالي، د ۳ متره په پلنوالي او له ۱ څخه تر ۱.۵ متره په ژوروالي پلي کېږي، چې د پلي کېدو ټولیز لګښت یې ۸۰,۰۰۰ زره افغانۍ دی. 

ټاکل شوې ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به ۶۰ کورنۍ او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابي اوبو له ګواښ څخه خوندي شي. همدا راز د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې، د ځمکو د وېجاړېدو د مخنیوي او د سیمې د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د پروژې د پرانیستې په پای کې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې هم د ورته وقایوي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لړۍ دوام ومومي، ترڅو خلک د طبیعي پېښو له زیانونو خوندي او د ژوند شرایط یې لا ښه شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۱
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۳ مستحقو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RRAA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۴۹
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه شوه

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت د مرکز اړوند د فولادي درې د دوآب زرسنګ کلي د اوبو کانال د پاکولو او بیارغونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ادرسکن ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارله

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو دوه وقایوي پروژې په بریالیتوب. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .