د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵۷ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۵۱
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره پیچ ولسوالۍ کې ۴۵۷ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې د وېشلو لړۍ پیل کړه.
دا پروګرام په رسمي ډول د دره پیچ ولسوال؛ محترم مولوي عبدالله ابو حمزه، د AYSO مؤسسې د مسؤلینو، قومي مشرانو او د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم مولوي محمد مبین مفتون عمر په شتون کې پرانیستل شو.
محترم مولوي محمد مبین مفتون عمر د مراسمو په ترڅ کې وویل چې دا مرسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د UN_OCHA دفتر په ملاتړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر چتر لاندې ووېشل شوه. هغه د جغرافیایي موقعیت له امله د طبیعي پېښو په وړاندې د کونړ ولایت زیانمنونکي والي ته په اشارې سره له ملي او نړیوالو مؤسسو څخه وغوښتل چې د بشري مرستو سربیره دې په دې ولایت کې وقایوي پروژې هم پلې کړي.
ورپسې، د دره پیچ ولسوال؛ محترم مولوي عبدالله ابو حمزه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او AYSO څخه د قدرداني کولو ترڅنګ، په دې ولسوالۍ کې د اړمنو خلکو لپاره د لا زیاتې پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.
په پای کې، ترلاسه کونکو کورنیو د مرستندویه بنسټونو څخه مننه وکړه او د دوی د دوامداره همکارۍ او بریالیتوب لپاره یې د خیر دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٥ لیټره غوړي او ٧ کیلو دال نخود ووېشل شول.

نیټه: ۱۴۴۷/٢/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برکه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .