د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې د ۶۱۲ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۱:۲۶
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې د خیرالنصر مؤسسې، د نصیر خیریه بنسټ، د یونیسف دفتر او د یو افغان سوداګر په ملاتړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو کلیو کې د ۶۱۲ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې, د ګډې کمېټې له لوري ۱۷۰ کورنیو هرې یوې ته توشک، بالښت، سطل، لوټکه، د اوبو ترموز، د اودس کوزه، بیل، کلنګ او سختو زیانمنو کورنیو ته ۱۰۰ باب خیمې، د یونیسف له لوري د هرې کورنۍ لپاره ۴ د اوبو بُشکې او ۴ د اوبو د پاکولو ټابلیټونه، د نصیر خیریه بنسټ له لوري د هرې کورنۍ لپاره یو من وریجې، ۵ لیټره غوړي، یو من لوبیا، یو کیلو شین چای، یوه روغتیایي بسته، ۳۰ کورنیو هرې یوې ته خیمې او هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته، د یو افغان سوداګر له لوري ۴۷ کورنیو هرې یوې ته یو د اوبو ترموز، یوه لوټکه او یوه سترنجۍ ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ګډې کمېټې له دوامدارو هڅو مننه وکړه او دغه مرستې یې اغېزمنې وبللې.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .