د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د ۱,۰۰۶ شهیدانو ورثه، ټپیانو او زیانمنو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۲:۱۹
news image

د کونړ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمیټې، په تېرو څلورو ورځو کې د مرستندویه بنسټونو، خیریه مؤسسو او خییرو کسانو په ملاتړ، د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو سیمو کې د وروستۍ زلزلې له امله د شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو ۱,۰۰۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د حاجي خان آغا له لوري د ۳۲ شهیدانو له کورنیو سره مرسته وشوه، چې د ۳۱ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۶۰۰۰ افغانۍ او یوې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ.، د حاجي مالک له خوا د ۲۴ شهیدانو کورنیو له جملې ۲۱  کورنیو هرې یوې ته ۲,۰۰۰ افغانۍ او ۳ کورنیو هرې یوې ته ۳,۰۰۰ افغانۍ.، د ډاکتر عنایت الرحمن له لوري د ۲۵ شهیدانو کورنیو هرې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د استاد نعمت‌الله کریاب له لوري د ۱۵۰ شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د عزت‌الله قاري‌زاده له لوري ۷۰ کورنیو هرې یوې ته ۳,۰۰۰ افغانۍ، د حاجي بلال او د هغه د ملګرو له لوري د ۱۴ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د مطیع‌الله مخلص خیریه بنسټ له لوري ۲۳ کورنیو هرې یوې ته خامه غوښه، د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي خیریه بنسټ له لوري ۱۳۵ کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د امید خیریه بنسټ له لوري ۱۷۵ کورنیو هرې یوې ته ۲,۰۰۰ افغانۍ، د سبحان‌الله له لوري د ۷ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د حاجي خالد له لوري د صنعت او معدن سکتور د استازي په توګه ۸۰ کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ، د المواسات خیریه بنسټ له لوري د ۲۰ یتیمانو څخه ۱۹ تنو هر یو ته ۴,۰۰۰ افغانۍ او یو تن ته ۳,۵۰۰ افغانۍ، د قاري نصیرالله له لوري ۱۳ کورنیو هرې یوې ته ۳,۰۰۰ افغانۍ، د مولوي مسلم له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱,۰۰۰ افغانۍ، د روح‌الله له لوري ۲۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰۰ افغانۍ، د حاجي خان آغا د خیریه بنسټ له لوري ۷۵ کورنیو هرې یوې ته ۳,۰۰۰ افغانۍ او ۲۴ نورو کورنیو هرې یوې ته ۶,۰۰۰ افغانۍ، د حاجي سنګر او د بلجیم د جوماتونو له لوري ۸۳ کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ، د حاجي سبحان‌الله له لوري ۱۷ کورنیو هرې یوې ته ۵,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او د حاجي عمران له لوري ۱۵ کورنیو هرې یوې ته خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي، دال، لوبیا، بوره، مالګه او وچ شین چای ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې داسې تنظیم شوې وې، چې که په یوه کورنۍ کې څو شهیدان یا ټپیان موجود وي، نو د هر شهید پر سر او ټپي ته جلا مرسته ووېشل شوه.
همدارنګه، د مرستو ترلاسه کوونکو له مسؤلینو، مرستندویه ادارو او خییرو کسانو څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۳/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .