د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۴ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند په شماش او سهیل تنګي کلیو کې ۲۵۴ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۰۰ ډالر ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۵۰،۸۰۰ ډالر ځانګړي شوي وو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
