د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM سره په ملاتړ، د دې ولایت په نورګل، خاص کنړ، وټه پور، چپه دره، شیګل، منوره او اسعد آباد ولسوالیو کې ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د روغتیا ساتنې کېټونه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
