لغمان ولایت کې د ۶۵ طبیعي پیښو له زیانمنو کورنیو سره د دوهم ځل خوراکي توکو مرسته وشوه

لغمان-۱۶صفرالمظفر۱۴۴۶
لغمان پيښو ته د چمتووالي او رسیدنی ملی ریاست په همغږۍ، د خوراک نړیوال پروګرام( WFP ) له لوري او د RRDPO موسسې په تخنيکي همکارۍ، د مرکز مهترلام، الينګار، اليشنګ او قرغيو ولسواليو ۶۵ طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو دوهم برخه مرسته وشوه.
په یاده مرسته کې، هرې کورني ته ۱۰۰ کيلو ګرامه وړه، ۹.۱ ګرامه غوړي، ۱۲.۲کيلوګرامه دال، بيسکټ او حلوا ورکړل شول.
مرستو ترلاسه کوونکو پیښو ته د چمتووالي او رسیدنی ملی ریاست او د یادو موسساتو څخه مننه وکړه چې د دوی غږ.یی واوریده او پر وخت یی ورسره مرسته وکړه.
