له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره دترکې هېواد له سفیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره ناسته وکړه
 
               نن یک شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د ترکې سفارت سفیر جنک اونال ته ښه راغلاست ووایه او وویل چې دترکې هېواد د افغانستان سره لازمې همکارۍ کړې دی او موږ یی منندویو او تل یی زموږ سره په هره برخه کي همکاري کړي ده. 
 محترم ترابي صاحب په کابل کې د دترکې هیواد د سفیر څخه وغوښتل چې دطبعي او غیري طبعي پیښو په اړه د بیړنیو حالاتو او خطرونو د مدیریت او داقلمي بدلون دوقایې په برخه کې زموږ سره همکاري وکړي او موږ ددواړو هیوادنو پر پراخو اړیکو ټینګار کوو او یو بل ته مو په بیړنیو حالتو کي مرسته رسولي ده.
 ورپسې په کابل کې د ترکې د سفارت سفیر محترم جنک اونال له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست سره دخپل هېواد دهمکاریو یادونه وکړه او وویل چې په کابل کې د ترکې دسفیر په توګه موږ  د دولت داصولو او وزارتونو او دولتي ادارو دغوښتنو سره سم همکارۍ ته چمتو یو.
او په افغانستان کې دترکې هیواد سفارت سرپرست په بیړنیو حالاتو کې له دغه هېواد سره د مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو د غوښتنو او معلوماتو له مخې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
 په اخر کې دواړو خواوو په بيړنيو حالاتو او بيړنيو پروژو کې د بشري مرستو رسوني او داړیکو پر ساتلو ټینګار وسو.
۱۴۴۶/۲/۲۷ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره
 
      
            
          