له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې او دماینونو پاکولو او پلان جوړولو MCPA موسیسې ترمنځ تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۴:۳۲
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې دسرپرست الحاج ملا نورالدین تورابي صاحب او دماینونو پاکولو او پلان جوړولو MCPA موسیسې دمعاون محمد اکرام امیري لخوا پر ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه. 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ماین پاکولو او پلان جوړولو MCPA  موسیسې معاون ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي افغانان شل کاله جګړو ځپلي دي او په هره برخه کي همکاري ورسره کیږي باید زموږ او دموسیساتو لخوا ورسره وسي.
ترابي صاحب زیاته کړل چي په هر ولایت دموسیساتو لخوا  خلګو ته خدمات وړاندي کیږي باید میعاري او اساسي وي ترڅو خلګ ورڅخه استفاده وکړي.
دماین پاکولو او پلان جوړولو MPCA موسیسې معاون محمد اکرام امیري وویل یاده موسیسه د ۱۳۶۹ هجري کال راهیسي دملګرو ملتونو په چوکاټ کي فعالیت کوي په اوسنۍ پروژه کي موږ په ۷ ولایتو او ۴۲ ولسوالیو کي سروې لرو چي په یاده سروې کي دوه ټیمه دي ترڅو خلګو ته غوره خدمات وړاندي کړو. 
دیادولو وړه ده چي یاده پروژه د ۹۸ زره ډالرو په ارزښت د بیلابیلو برخو په سروې کي  یوه کال کي عملي کیږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۲ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .