له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د تخنیکي او پراختیایی مؤسیسې ACTED ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۶:۳۸
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه، له پیښو سره د مبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او د تخنیکي او پراختیایی مؤسیسې مرسیتاله الکسندرا یولیس، اداري مسؤل مسعود نورزاد او د بهرنیو اړیکو مسؤل اجمل کامران سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دتخنیکي او پراختیایی مؤسیسې مرسیتالي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته نغدي او غیر خوراکي مرستي رسول کیږي او د یادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی ځانګړي مننه وکړه او وویل چي تاسو یادي مرستي باید جاري وساتي ترڅو اولس مو د خدماتو څخه برخمن سي او زیاته یې کړل چي ټول مؤسیساتو او سازمانونه باید افغان اولس ته اساسي کار وکړي ترڅو اولس ورسره هوسا او ګټه ځیني واخلي.
د ACTED مؤسیسې مرسیتالي الکسندر يولیس له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ټولو کارکونکو څخه مننه وکړل چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او ترڅنګ ئی وویل چي له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره باید بیلابیل مؤسیسات او نړیوال سازمانونه  بیلابیلي مرستي وکړي.
د یادوني وړ ده چي دا پروژه په شمال، لویدیځ او ختیځ ولایتونو کي د (۲۱۳۲۵۰۹) دوه میلونه یو لک دو دیش زره پنځه سوه نهه امریکایی ډالرو په ارزښت د ۴۸۲۰ کورنیو سره  په لاندی ډول مرستي کوي، د ۱۲۸۰ کورنیو سره پر کور باندي ۳۳۱ ډالره،  د ۱۹۴۰ کورنیو سره پرکور باندي ۳۴۵ ډالره او ۱۶۰۰ کورنیو ته غیر خوراکي مواد ویشي.
په ورستیو کي داوړي  تفاهم نامي لاسلیک سوي او پر ګډو همکاريو د داوم غوښتنه وسوه.

نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۴ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .