له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د علمي څیړنو پراختیایي مؤسیسې د رئیس سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۵:۴
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د علمي څیړنو او پراختیایی مؤسیسې د رئیس محمد حیدر شینواري او د پروګرام د مسؤل  شفیق الله متین سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او د راتلونکو پروژو په اړه یې معلومات وغوښتل او  دژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري او باید پر وخت مرستي ور ته ورسیږي. 
او زیاته یې کړل چي د هر موسم مرستي باید په هغه وخت او موسم کي او د خلګو اړتیا ته په کتو سره مرستي ورکړل سي.
د تعلیمي څیړنو او پراختیایی مؤسیسې رئیس محمد حیدر د یادي ادارې د سرپرست د کارونو څخه زیاتي خوښي وښودل او وویل چي موږ به تل هڅه کوو چي زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسیدنه وکړو او مرستي ورسره وکړو.
 او د راتلونکو پروژو په اړه یی معلومات وړاندي کړه.

۱۴۴۶/۷/۶ هـ ق
له پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .