له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د پلاوي سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۷
news image

نن ورځ دو شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د مهاجرت نړیوال سازمان دبیړنیو مرستو د پروګرام مسؤله اغلي غدا برکت او د اړیکو مسؤل محمد سلیم خالد سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د IOM نړیوال سازمان راغلي پلاوي  ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره د بهر هیوادونو څخه راځي او پرمستحقو کسانو مرستي ویشي او د دې سازمان د ټول کاري ټیم څخه یی دهمیشنۍ همکارۍ مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ د زوریدلي اولس سره همکاري کړي ده. 
او زیاته یې کړل چي د بغلان  په ولایت خلګ سیلابونو زیات زیانمن کړي دي او باید زیاته توجو ورته وسي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د پروګرامونو مسؤلي اغلي غدا برکت د یادي اداري د سرپرست څخه مننه وکړه او وویل چي د دې ادارۍ له لوري به تل موږ د زیانمن سوو افغان اولس سره مرسته وکړو.
همدارنګه اغلي برکت وویل چي موږ په تیرو میاشتو کي سروې کړي ده چي ورسته مو دغه زیانمني کورنۍ انتخاب کړلي چي له دې ورسته به بیاهم تخنیکي سروې وکړو.
د یادوني وړ ده چي د یوه مکتوب په اساس چي چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا ورکول کیږي د بغلان ولایت په جدید بغلان، برکه او دوشي ولسوالیو کي د سیلاب ځپلو کورنیو لپاره د کورنو د ترمیم او دکورنو د جوړیدو لپاره نغدي مرسته کوي چي ټوټل ۵۰۰ کورونه دي چي ۱۰۰ نوي کورونه په برکه ولسوالۍ کي جوړوي.      


نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها مؤسسې په کوربه توب د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Serve Afghanistan موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده‌کوونکو ته نغدي مرستې وېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .